ځای: کابل، افغانستان
مؤسسه: د ابنسینا د څیړنې او پراختیا مؤسسه
د غوښتنلیک وروستۍ نېټه: د ٢٠٢٥ کال د جولاى ٣١ نېټه چې د ١٤٠٤ هجري لمريز کال د زمري د ٩ او د ١٤٤٦ هجري سپوږميز کال د صفر ٦ نېټو سره سمون لري.
د کار پیل: هر څومره زر چې ممکن وي .
د مؤسسې په اړه :
د ابنسینا د څیړنې او پراختیا مؤسسه یو خپلواک، غیر انتفاعي او علمي بنسټ دی، چې د افغانستان د بنسټونو، ستراتیژیکې پلان جوړوونې او تطبیقي څېړنو په برخه کې کار کوي. دا مؤسسه هڅه کوي چې د علمي ظرفیتونو او ملي او نړیوالو همکاریو له لارې د هېواد د بیا رغوونې او هوساينې (رفاه) لپاره خدمت وکړي.
د دندې لنډیز :
موږ د بشپر وخت لپاره د دفتر یو اداري مامور ته اړتیا لرو چې په کابل کښې د مؤسسې د مرکزي دفتر د ورځنیو چارو مسؤولیت پر غاړه واخلي. غوره نوماند باید باانضباط، رازپال، معنوي ارزښتونو ته ژمن، او د نورو لپاره د نمونې وړ وي.
دا څوکۍ د دفتر د چمتووالي، اسنادو ترتیب، د اړیکو تنظیم، او د معلوماتو راټولولو دنده لري، او راپور به مستقیماً د رئیس او د هغه په نشتون کې د رئیس لوړپوړي سلاکار ته ورکوي. ارتباطات له نورو کارکوونکو سره د کابل د دفتر د واتساپ (WhatsApp) گروپ له لارې تنظیمېږي، خو د راپور او لارښوونې رسمي سلسله بدله نه ده.
نوماند باید یو معتبر ضامن هم معرفي کړي.
اساسي دندې :
• د کابل د فتر د اداري او ورځنيو فعاليتونو مدیریت،
• د اسنادو، لیکونو او فایلونو منظمه ساتنه او مدیریت ،
• له نورو کارکوونکو سره د کابل د دفتر د واتساپ (WhatsApp) د گروپ له لارې د اړیکو تنظیم،
• د ناستو، میلمنو او فعالیتونو تنظیم،
• د اوولسو (17) زیربنایي سکتورونو لپاره د معلوماتو بنسټ چمتو کول،
• د سیمینارونو، کنفرانسونو او مشورتي ناستو همغږی او تنظیم،
• د دفتر پاکي، نظم او امنیت څارنه،
• منظم راپور ورکول رئیس یا د هغه سلاکار ته.
د دې دندې په اړه تفصيلات بريالي نوماند ته د غوراوي څخه وروسته وړاندې کیږي.
لازمي شرایط او وړتياوې :
• لوړې زده کړې حد اقل د لیسانس تر کچې د مدیریت، ادارې، یا ورته څانگو کښې،
• لږ تر لږه درې کلنه تجربه په اداري چارو کې،
• په روانه ډول د انگلیسي، پښتو او دري ژبو پوهه (ضروري)،
• معنوي ارزښتونو ته ژمنتیا،
• په بشپړ ډول د چارو د محرميت د آر د ساتنې وړتيا،
• له عصري وسایلو او کمپیوټر سره کافي بلدیت،
• بل کار یا سوداگریز فعالیت نه لرل،
• د گومارنې څخه مخکې د باور وړ د يوه ضامن معرفي کول.
کاري شرایط او امتیازات :
• د کار وخت: هره ورځ ۸ ساعته، اوونۍ کې ۶ ورځې (جمعه رخصتي)،
• رخصتي: د افغانستان د حکومت رسمي رخصتۍ،
• معاش: ۸،۰۰۰ افغانۍ (ناخالص، د مالیاتو سره) ،
• د آزموینې موده: ۳ میاشتې،
• قرارداد: د آزموینې له بریالي تېرېدو وروسته یو کلن قرارداد.
تمدید به د دواړو خواوو په توافق پورې اړه ولري. هره خوا کولای شي قرارداد د یوې میاشتې په خبرتیا ختم کړي.
د غوښتنلیک طریقه :
لطفاً لاندې اسناد د دې برېښنالیک له لارې واستوئ: [d.azimi@isrand.org]
1. د زده کړو او کاري تجربو د سوانحو (CV) تازه (Up-To-Date) شرحه .
2. د علاقې لیک،
3. د تذکرې یا پېژندپاڼې کاپي،
4. د ضامن معلومات (نوم، تذکره، اړیکه)،
5. لږ تر لږه له دوو مسلکي مرجعو څخه د نيک شهرت تائيد (ښه سخل) د اړیکو له جزئیاتو سره.
یادوونه:
یوازې له لنډ لیست څخه ټاکل شوي نوماندان سره به اړیکه ونیول شي. د ابن سینا د څېړنې او پراختیا مؤسسه د برابر فرصت لرونکی کار ورکوونکی نهاد دی او ټول وړ کسان، پرته له نژاد، جنس، مذهب یا قومیت څخه، هڅوي چې غوښتنلیک ورکړي